کرزۍ د افغانستان
ضرورت دی
فايق خان يوسفزی لندن
په
مړو مين يوخو ژوندي مو
یيخي نه وي خوښ . خدائ دی اوبخښي ډير
ښه سړی وو" دا يوه ډيره
عمومي خبره ده چې مونږه
ئې هر وخت د هر چا د خلی
اورو او د ژوندو خلکو سره
مو ډيره مزه نشته٠ که نورمحمدتره
کی و٠ که حفيظ الله امين
و ٠ داودخان
و او که ډاکټر نجيب الله
ټول ښه وو٠ خؤ تر کومې چې حامدخان کرزۍ
دی د لر او بر ليکوالانو
قلمونه رمبي کړي دي او
د هغه اولسمشر په ګټو او
لاس ته راوړنو خاورې اړوي
چا ته چې په تيرو ټاکنو
کې پنځو مليونو افغانانو رایې
ورکړي دي. زه نه پوهېږم
چې دغه ليکوالان ولې
د اولس مشر خلاف هغه ژبه واﺉ کومه ژبه چې د
پاکستان استخبارات او
رسنﺉ واﺉ. دغه
ليکنې خوبيخي د پنجابي
ژورنالسټانو لکه حامد
مير، هارون رشيد
او سليم صافي د ليکنو ژباړنه
ښکاري. ځنې د اولسمشرﺉ کانديدان
او د هغوي پلويان دا خبرې
کوي چې په ادارو کې فساد
وو نو مونږه استعفا وکړه.
ډير په ادب سره وايم چې
ستا په استعفا د پاکستان
استخباراتو يوه اونۍ
ښادﺉ کړی وی. سربيره پر
دی استعفا کول يو ډير اسان
کار دی او څوک ﺉې کولې شي.
ګران کار خو په هغه بدو
حالاتو کې د افغانستان
حکومت چلول وو چې نه پوځ
وو او نه پوليس ، نه اداره
وه او نه اساسي قانون. د
ټولې نړيوالی پانګی په
سلو کې اتيا د هغوي سفارتونو
پخپله په خپلو ټهېکدارانو
مصرفولې. خو بيا هم نن په
افغانستان کې د خداﺉ په
فضل ادارې جوړې شوې دي.
پولیس شته پوځ تر ډېره
حده جوړ شوې دې بې شمېره
پروژو ګټه ورکول پېل کړې
دي. د نيمروز مځکو د
تندی ماتولو ارمان پوره
شوې دې. په زرګونو کلي په
بريښنا روښانه شوي دي.
حامدخان کرزۍ ډير
په صبر او استقامت بهرني
او کورني دسيسه ګر قلار
کړي دي او هغه خلک ﺉ سره
يو ځاﺉ کښېنول چې په بيلو
بيلو حزبونو کې وو او د
يو بل سره ﺉ دښمنﺉ وې او
د يو بل نه ﺉ په سلګونو مړي
کړي وو.د کرزۍ بل غټ صفت
د ډيورنډ څخه پورې د پښتنو
وطنيپالو ګوندونواو مشرانو
سره ټينګی اړېکې دي چې
د ګران او تاريخي افغانستان
نه صرف په سياسي توګه مهمې
دي بلکه په دفاعي، تاريخي
او جغرافياﺉ توګه هم ډېر
اهميت لري.
زمونږه
ځينې پښتانه وروڼه دا
خبره بايد په نظر کې وساتي
چې ملي ګټې او ملي يووالی
تر ټولو ذاتي، حزبي، مذهبي
او نظرياتي انډولونو
بالاتر دي او افغانستان
د ديرشو کلونو د سختو جګړو
وروستو آباديږي. بيا افغانستان
په ګاونډ کې د ايران او
پنجاب په څېر ګاونډيان
لري. نو په دې حالاتو کې
د ټولو پښتنو دا مسوليت
جوړيږي چې خپل اسونه د
پنجابي او ايراني اسونو
نه بيل په افغاني تبېله
کې وتړي او د حامد خان کرزۍ
په خلاف د مغرب او مشرق
دواړو د پروپېګنډی مخه
ونيسي. د کوره دروند
او قدرمند بهر هم دروند
او قدرمند وي. زما په فکر
په موجوده وخت په افغانستان
کې کرزۍ يو داسې سړۍ دې
چې د افغانستان ملي حاکميت،
دافغان خاوری تماميت
او استقلال خوندی ساتلې
شي
د اوبو په ځاﺉ مې
وينې د زړه ورکړې
چې موسم د
سپرلی راغی باغ د بل شو
فايق خان يوسفزی
لندن

په
لندن کې د خان شهید اودل
سمد خان ۳۵م تلین د
يو پرتمینی غونډی په ترڅ
کې ونمانځل شو
د پښتونخوا ملی عوامی
ګوند برتانیی له خوا د
ستر لارښود ملی اتل او
لویی مبارز خان شهید اودل
سمد خان اڅکزۍ ۳۵م تلین
ونمانځل شو. چې د لر او بر
افغان وطن په سلګونو سیاسی،
فرهنګی او کلتوری پوهانو
او کارکونکو پکې ګډون
وکړ.
د غونډی مشري د پښتونخوا
ملی عوامی ګوند برتانيي
سکتر